Haber Giriş:
ولسمشر اردوغان : نړۍ د پنځو نه لویه ده او موجود نړۍوال سیستم نور د زغم ندی

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د نړۍ د ټولو مظلومینو او قرباني شوو کسانو په استازیتوب پيل کړې مبارزه لا لوړې کچې ته د رسولو په خاطر ژمن ده.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۱ پرانیستو مراسمو ته په استولي ویدیويي پیغام کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې ټول بشریت د یو څه مودې راهیسي په نړۍواله کچه د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پر خلاف چې په اقتصادي ، ټولنیزو، سیاسي او بشري برخو ډیرې زیاتې منفي اغیزې کړ...