Haber Giriş:
ولسمشر اردوغان اذربایجان ته لاړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام عليوف په رسمي بلنه د یو ورځني سفر په ترڅ کې نن د سهار په ساعتونو کې اذربایجان ته لاړ.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، ټرانسپورت او زیربناګانو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو، ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، چاپیریال او ښارجوړونې وزیر مراد کوروم ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم قالن ملګرتیا کوي....
-
01.02.2023