Haber Giriş:
په جلال آباد کې د واکسین پر ښځینه کارکوونکو وسله وال بریدونه شوي

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ګوزن واکسین د کمپاین په ښځینه کارکوونکو وسله وال بریدونه شوي دي.
د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولینو ویلي دي چې د جلال آباد په ښار کې د ګوزن واکسین پر ښځینه کارکوونکو دوه جلا جلا وسله وال بریدونه شوي دي.
د جلال آباد ښار په اومه او څلورمه ناحیه کې پر ښځینه واکسیناتورانو بریدونه شوي چې په نتیجه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی دی....
-
20.05.2022
-
20.05.2022