Haber Giriş:
امریکا نوي حکومت د تیر حکومت لخوا پر ځینو هیوادونو د وسلو د پلورولو قراردادونه وځنډول

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ټرمت په دوره کې په بعضو هیوادونو د وسلو او پوځي تجهیزاتو د پلورولو قراردادونه ځنډولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو تن جګپوړي چارواکي ویلي دي چې نوي حکومت ته څیړونو او ارزونو د فرصت ورکولو په خاطر بهرنیو چارو وزارت په ځینو هیوادونو د پوځي توکو او تجهیزاتو د پلورلو اړوند د لاسلیک شوو قراردادونو او مخامخ تجارت په چوکاټ کې د وسلو او تجهیزاتو ټرانسفر او پلورولو مسئلې په موقت ډول ځنډول شوي دي....