Haber Giriş:
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د بهرني سیاست د ارزونې غونډه وشوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ تیره ورځ د استانبول ښار د واحدالدین په ماڼۍ کې د بهرني سیاست د ارزونې غونډه جوړه شوه.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، د ولسمشر اردوغان په مشرۍ په جوړه شوې د بهرني سیاست د ارزونې په غونډه کې د ختیځې مدیترانې، لیبیا، قره باغ او سوریې په ګډون د سیمې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې او اروپايي ټولنې سره د اړیکو د لا پياوړې کولو په برخه کې په اوچتیدونکو ګامونو بحث او تبادل د نظر وشو....
-
04.03.2021