Haber Giriş:
د ټرمپ د کابینې یو بل وزیر هم د کانګرس پر ودانۍ د برید په غبرګون کې استعفا وکړه

د امریکا متحده ایالتونو د روغتیا او بشري خدماتو وزیر الکس آذر له خپلې دندې استعفا وکړه.
الکس اذر ویلي دي چې استعفا يي د جنوري په شپږمه د ولسمشر ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس پر ودانۍ د برید په غبرګون کې کړې ده .
هغه ویلي دي چې د جنوري په ۱۲ مه نيټه ولسمشر ټرمپ ته په استولي لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په کانګرس باندې برید د امریکا په ډیموکراسۍ او په سوله ایزه تو...